عمران خان د موقت حکومت جوړیدل د افغانستان حل لاره وبلله
د پاکستان لمړي وزیر په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د یوه موقت حکومت او ادارې رامنځته کېدل د اوسنیو ستونزو احتمالي حل لاره وګڼله.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،عمران خان د افغانستان حکومت د سولې د خبرو په بندیدو تورن کړ او څرګنده یې کړه چې په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسیدو د حل لاره په افغانستان کې د موقت حکومت جوړیدل دي.
رسنیو راپور ورکړی وو چې نوموړي تیره ورځ د افغانستان د اساسي قانون د لغوه کېدو غوښتنه هم کړي ده.
عمران خان په داسې حال کې یو ځل بیا په افغانستان کې موقت حکومت د جوړیدو غوښتنه کوي چې څه وخت وړاندې یې هم په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د جوړیدلو غوښتنه کړي وه.
د افغانستان حکومت لا تر اوسه ددې څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی نه دی.