د خبریالانو لپاره په خطرناک هېواد کې د خبریال ورځ
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/03/41598397_910930392429354_1766469999590899712_n.jpg)
د افغانستان د حکومت د پریکړې له مخې، د کب اووه ویشتمه د «خبریال»د ورځې په توګه نومول شوي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن ورځ ( کب ۲۷) د افغانستان د خبریالانو د ملې ورځې سره برابره ده.
په افغانستان کې د خبریال ورځ په داسي حال کې نمانځل کیږي چې دغه هېواد په نړۍ کې د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد دی او خبریالان یې هیڅ ډول امنیتي مصونیت نه لري.
د افغانستان د خبریالانو د مصونیت کمیټې د راپور له مخې،په تیر (۲۰۱۸) میلادې کال کې په ټوله کې په هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د خشونت ۱۲۱ پیښې ثبت شوي دي.
د ثبت شوي مواردو له ډلې څخه ۱۷ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي چې دغې شمېرې یو ځل بیا افغانستان د نړۍ د خطرناکو هېوادونو په لیکه کې راوستی دی.
ددې کمیټې د موندونو له مخې،د ټپي کيدو ۱۵ پیښې،۲۱ پیښې د لت کوب،۳۸ ګواښونه،۲۳ د توهین او بد چلند،په بد چلند سره د ویستلو یوه،اود موقتي نیول کېدو ۵ او د اختطاف یوه پیښه هم ثبت شوي ده.
که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو د قتل په شمېرو کې کمښت څرګندیږي؛ مګر دغه هېواد لا هم د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد دی او د تیرو لسو ورځو په اوږدو کې په تخار او خوست ولایتونو کې ۴ خبریالان وژل شوي او همدارنګه یو خبریال په هلمند ولایت کې په موټر کې د مقناطیسي چاودنې په پایله کې ټپي شوی دی.
په همدغه حال کې،د افغانستان د دولت کابینې دوه اوونۍ وړاندې په یوه پریکړه کې د کب ۲۷ د خبریالانو د ورځې په نوم نومولي او دغه ورځ به نمانځل کیږي.