په هالینډ کې ډزو درې کسان ووژل

د هالینډ پولیسو اعلان کړی دی چې ددغه هېواد د«اترخت» په ښار کې د ډزو په پایله کې درې تنه وژل شوي او ددغه حملې په جرم یو کس نیول شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه پیښه د تیرې شپې په نیمایي برخه کې د اترخت ښار په مرکز کې رامنځته شوي چې له پیښې وروسته په سیمه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د هالینډ پولیس وایي چې په دې پیښه کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پینځه تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې ویلي دي چې دغه یو ترهګریز برید دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *