ننګرهار کې د ۳۸ کیلوګرامه نشه یي توکو نیول کیدل

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ دننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو له لورې د دې ولایت په سره رود،روداتو او بټي کوټ ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۵ کیلوګرامه چرس او دیارلس عشاریه ۱۱ ګرامه هیروین له درې تورنو کسانو او دوه عراده کرولا ډوله موټرو سره یو  ځای نیولي دي .

د امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د روداتو ولسوالۍ په غازي امان الله خان ښارګوټې سیمه کې په یو عراده کرولا موټر کې ځای پر  ځای شوي ۲۵ کیلو ګرامه چرس له یو تن لیږدونکي سره یو ځای ونیول .

یادو پولیسو همدا راز د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره په یو سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۳ کیلوګرامه هیروین له یو تن لیږدونکي سره یو ځای ونیول .

پولیسو همدا راز د سره رود ولسوالۍ په ګنده چشمه سیمه کې یو تن د ۱۱ ګرامه هیروینو د پلور په تور نیولی دی .

یادې قضیې د امنیه قوماندانۍ له لورې د لا زیاتو څېړنو په موخه استیناف څارنوالۍ ته په رسمي ډول لیږل شوي دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *