په بلخ کې فوق العاده او بیړنی وضعیت

د بلخ د پولیسو د نوي قومندان د معرفي کېدو وروسته چې د عطامحمد نور سره د ترسره شویو ژمنو پر خلاف ګڼل شوي،نن ورځ په دغه ولایت په ځانګړې توګه مزار شریف ښار کې  فوق العاده او بیړني حالت رامنځته شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د عطامحمد نور او جمهوري ریاست ارګ تر مینځ د سیاسي جوړجاړي پر اساس د بلخ ولایت د څوکۍ څخه د نوموړي د ګوښه کېدو په صورت کې به د پولیسو قومنداني او ځیني نورې ادارې به د نور د اعتماد وړ کسانو له لوري اداره کیږي.

په همدغه حال کې مرکزي دولت او د کورنیو چارو وزارت د یوه فرمان له مخي «عبدالرقیب مبارز» د«محمد اکرم سامع»پر ځای د بلخ د پولیسو د نوي امنیه قومندان په توګه ټاکلی دی،چې دغې کړنې د جمعیت ګوند د اجرائیه رئیس عطامحمد نور غبرګون راپارولی دی.

ښاغلي نور په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې «د مزار شریف اوسیدونکو ته اطلاع ورکول کیږي چې نن ورځ خپلو دندو ته حاضر نه شي».

نوموړي د هټیو او مارکیټونو له مالکینو څخه هيله کړې چې د خپل ځان او نورو ښاریانو د امنیت د ساتنې لپاره باید خپل مارکیټونه او مغازې تړلي وساتي.

د نور په فکر ارګ د خلکو د امنیت او هوسا ژوند د ګډوډولو لپاره نوي توطیې تر لاس لاندې نیولي دي او د هغه وروستیو تړونونو څخه سرغړونه کوي او د خلکو پر وړاندې  شوم پروګرامونه تر لاس لاندې نیسي.

د جمعیت ګوند اجراییه رییس ټینګار کړی دی چې «مهرباني وکړئ د دې معضلې د دفع کولو تر پرمختګ پورې په خپلو کورونو کې پاتې شئ».

نوموړي ویلي دي چې د بلخ د پولیسو قومندان د یوه سیاسي جوړجاړي پر اساس ګمارل شوی دی او په هیڅ بیې سره  به د نوموړي د ګوښه کېدو اجازه ورنکړي.

په همدې اساس د مزارشریف ښار څخه راپورونه وایي چې دغه ښار په یوه نظامي ښار بدل شوی او هټۍ او بازارونه تړل شوي دي.

د مزارشریف د خلکو تر مینځ ویره او غم لیدل کیږي چې هغوې د ضرر د ورسیدو له ویرې په خپلو کورونو کې د خپل ځان امنیت نیولی دی.

عیني شاهدان وایي چې  په سړکونو کې د عطامحمد نور پلویان په وسلوال او نظامي ډول تګ راتګ لري او د کورنیو چارو د وزارت مسولینو ته د مزار شریف د هوایي ډګر څخه د بهر وتلو اجازه نه ورکول کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *