په هلمند کې د یوه خبریال ټپي کېدل

یو سیمه ایز خبریال په خپل موټر کې د ځای پرځای شوي مقناطیسي ماین د چاودنې له امله ټپي شو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن ورځ (کب۲۱) سهار د ۸ بجو په شاوخوا کې د لشکرګاه په ښار کې رامنځته شوي ده.

نوموړي زیاته کړه چې چاودنه د هلمند ولایت د سیمه ایز خبریال نثار احمد احمدي پر موټر د مقناطیسې ماین له کبله ترسره شوي چې په پیښه کې نوموړی خبریال ټپي شوی دی.

ځواک څرګنده کړه چې دغه خبریال روغتون ته لیږدول شوی او په دې اړه د پولیسو له لوري څیړني رواني دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یاډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې «نۍ» د هلمند ولایت د امنیتي ځواکونو څخه غوښتي دي تر څو ددې پیښې عاملین وپیژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *