د سالنګ لویه لار وتړل شوه

د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوولین وايي چې په جنوبي او شمالي سالنګونو کې یې د تیز باد او د سختې واورې د اورښت له امله دغه لویه لار د ټولو نقلیه وسایطو پر مخ تړلي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تیرې ورځې راهیسې په سالنګ کې د سختې واورې اورښت سره مل سخته سیلۍ ددې لامل شوه ترڅو دغه لویه لار وتړل شي.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوول ،عبدالبصیر حبیبي وایي چې په دواړو سالنګونو جنوبي سالنګ کې د واورې اورښت او په شمالي سالنګ ګې سخت طوفان جریان لري.

د نوموړي پر وینا،د وړاندوینې له مخې ،د واورې اورښت او طوفان به د صبا سهار( یکشنبه د کب ۲ مه) تر لمړیو وختونو پورې دوام ومومي او لویه لار به د ترافیکو پرمخ تړلي پاتي وي.

حبیبي له ګرانو هېوادوالو وغوښتل تر هغه وخته پورې یې چې د واورې د اورښت او طوفان د ودریدو او لارې د خلاصیدو په اړه مالومات ترلاسه کړي نه وي د سالنګونو په لور دې د حرکت کولو څخه په جدې ډول ځانونه وساتئ.

د سالنګ لویه لار د روان کال په جریان کې د واورې د پرله پسې اورښت له امله ډېری وخت تړلي وي،دغه لار د مهمو مواصلاتي لارو له ډلې څخه ده چې کابل د شمالي ولایتونو سره نښلوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *