د هند او پاکستان تر منځ د جګړې پیل

د هند له لورې د پاکستان په خاوره د تیرې ورځې د برید وروسته د دغه دواړو هېوادونو تر مینځ کړکیچ زور اخیستی او هندي چارواکو خپل هوایي حریم ته د درې پاکستاني جنګي الوتکو د ننوتلو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې په کشمېر کې د اوربند په کرښه د هندي ځواکونو د جنګي الوتکو له برید وروسته د پاکستان او هند په پوله تازه شخړې رامنځته شوي او د دواړو لوریو ځواکونه په رسمي ډول یو له بل سره په جګړه کې ښکیل شوي او یو پر بل یې ډزي کړي دي.

ددې ترڅنګ د پاکستان فوځ دعوه کړي ده چې په خپل هوایي حریم کې یې دوه هندې الوتکي له مینځه وړي دي چې په پایله کې یې دوه پیلوټان او یو ملکي وګړی وژل شوي او یو بل پیلوټ نیول شوی دی.

ویل کیږي چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمېر سیمه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي پولیسو ترمینځ په نښته او ډزو په پایله کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د هند فوځ دعوه کړي چې د پاکستاني فوځیانو یوه جنګي الوتکه یې نسکوره کړي ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو څو لسیزو په اوږدو کې د هند او پاکستان ترمینځ اړیکې تل د سختو کړکیچونو داسې کړکیچونو شاهدي دي چې حتی په سرحدونو کې د دواړو هېوادونو ځواکونو د تیارسۍ لامل ګرځیدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *