د میوند پر قول اردو برید د ۵۰ څخه په زیاتې مرګ ژوبلې سره پای ته رسیدل

تعقیب؛ ملې دفاع وزارت په هلمند ولایت کې پر ۲۱۵ میوند قول اردو باندې د وسلوالو بریدګرو د برید ډېر وروسته د برید د پای ته رسیدو خبر ورکوي او وایي چې په دې نښته کې ۲۰ تنه بریدګر وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تیرې ورځې په سهار بریدګرو د شورابک په نظامي مرکز چې د میوند قول اردو تم ځای هم دی برید ترسره کړی دی.

د اوږدې مودې په تیریدو سره هیڅ یوې سرچینې هم د تلفاتو او زیانونو د کره شمېر او ددغه جګړې د نوعیت په اړه مالومات څرګند کړي نه وو؛ مګر د یوې ورځې په تیریدو سره ملې دفاع وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي دي «يوه ډله بریدګرو چې ۸ تنه یې په انتهاري واسکټونو سنبال وو،تیره شپه پر ۲۱۵ میوند قول اردو باندې تهاجمي برید ترسره کړی وو.»

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه جګړه د ۱۶ ساعتو وروسته پای ته ورسیده چې په پایله کې یې د ۸ ځان وژونکو بریدګرو په ګډون ۲۰ تنه بریدګر وژل شوي دي.

همدارنګه د ملې دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه ویلي دي چې«په ډېرې خواشینۍ سره په دې بزدلانه برید کې زمونږ د امنیتي ځواکونو ۲۳ تنه زړور سرتیري شهیدان شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.»

دې وزارت ټینګار کړی دی چې ډېر ژر به ددې برید غچ واخلې.

وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې یې  یو شمېر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *