خلیلزاد ته د پاکستان مثبت ځواب
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په دې دعوه دی چې د پاکستان له لورې د دوې په غوښتنه «ملا برادر» ازاد شوی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،زلمي خلیلزاد د واشنګټن په سولې انستیوت کې د افغانستان په اړه په یوه بحث کې حضور موندلی او مختلفو پوښتنو او نظرونو ته یې ځوابونه ورکړي دي.
رسنیو راوړې دي چې خلیلزاد د«ملا برادر» د ازادیدو په غبرګون کې ویلي دي چې دغه کړنه اسلام اباد له لورې د نوموړې پر غوښتنه عملې شوي ده.
د نوموړې پر وینا،پاکستان د جګړې د تاریخ او سولې په بهېر کې مثبت رول لوبولی نه دی؛ مګر د ملابرادر خوشي کول نیک اقدام دی او د سولې په بهېر کې به مهم رول ولوبوي.
خلیلزاد څرګنده کړه چې پخواني جمهور رییس حامد کرزي او ولسمشر غني په کراتو د سولې په بهېر کې د ملابرادر په رول ټینګار درلود او اوسمهال د امریکا او طالبانو تر مینځ د مذاکراتو امکان زیات شوی دی.
د طالبانو د تحریک پخوانی مرستیال ملا عبدالغني برادر نهه کاله وړاندې په پاکستان کې بندې شوي وو چې څه وخت وړاندې ازاد شو او اوسمهال په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر د مسؤل په توګه ټاکل شوی دی.