د زنبق څلورلارې د خونړي برید پلان کوونکي ونیول شول
د ملې امنیت له لورې د ۱۳۹۶ کال د زنبق څلور لارې د خونړي او وحشتناک برید درې تنه اصلې طراحان نیول شوي دي .
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې امنیت ریاست تیره شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه کسانو د ۱۳۹۶ کال د جوزا د میاشتې د زنبق څلورلارې خونړي او بمبي برید کې لاس درلود.
په دغه خبرپاڼه کې چې د رسنیو په واک کې ورکړل شوي ده راغلي دي چې نیول شوي کسان،انجینر شریف،غلام مصطفی او جاوید نومیږي چې د میدان وردګو ولایت اصلې اوسیدونکي دي.
خبرپاڼې ددغه کسانو د نېول کېدو دقیق وخت ښودلی نه دی؛ مګر ویلي یې دي چې دغه کسان د حقاني شبکې په غړیتوب تورن دي.
له برید وروسته هم دولت د حقاني شبکه ددغه برید مسووله وګڼله؛ که څه هم لا تر اوسه په رسمي ډول هیڅ یوې ډلې هم ددغه برید مسوولیت منلی نه دی.
د کابل ښار د زنبق څلور لارې د ۱۳۹۶ کال د جوزا د میاشتې په برید کې له اتیا څخه زیات کسان وژل شوي او له ۳۰۰ څخه زیات کسان ټپیان شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ملې امنیت ریاست همدارنګه د پوهنتون د استاد او شیخ محمدي مسجد د خطیب «ابو عبیدالله متوکل» د نیول کېدو خبر ورکړ چې په کابل کې د داعش د جلب وجذب مسؤل وو.