په هرات کې په یوه ترافیکي پیښه کې پنځه تنه ووژل شول
د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د یوه شخصي موټر سره د ملې اردو د یوه رنجر د ټکر کېدو په پیښه کې پنځه تنه وژل شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار ( سلواغه ۹) د هرات د هوایي ډګر پر سړک هغه مهال رامنځته شوه چې د ملې اردو د رنجر موټر چلوونکي ونه شو کولای خپل موټر کنټرول کړي.
عیني شاهدان وایي چې د ملې اردو موټر امبولانس وو او د یوې شخصي کرولا موټر سره یې ټکر کړی دی.
د هرات د امبولانس رییس ډاکټر ابراهیم محمدي وایي چې په دې پیښه کې د کرولا د موټر د سورلیو او د ملې اردو د امبولانس د چلونکي په ګډون څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ډېر چټکوالی او د موټر چلوونکو له لورې ترافیکي نښو ته نه پاملرنه د هغه لویو عواملو څخه دي چې په هېواد کې په ځانګړې ډول په لویو لارو کې د ترافیکي پیښو لاملونه ګڼل شوي دي.