په یمن کې په یوه چاودنه کې د ۲۶ تنو مرګ ژوبله
د یمن د لویدیځ په یوه بازار کې په یوه بمي برید کې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،یمني رسنیو خبر ورکړی دی چې د دغه هېواد په لویدیځ کې پروت د«المخا» بندر په بازار کې د تیرې شپې د رامنځته شوي چاودنې په پایله کې لس تنه وژل شوي او د ۱۶ تنو څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.
ددغه سیمې د روغتون دمسوولینو د وینا پر اساس د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک دی او د تلفاتو د زیاتیدو احتمال موجود دی.
لا تر اوسه کومې ډلې ددغه پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.