ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرامه نشي توکو نیول کیدل

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولايت ملی امنيت رياست کې د سلواغې په نهمه د يو خبري کنفرانس پرمهال  له يو تن سره په دوو موټرونو کې نيول شوي ۵۱ کلچې خام چرس رسنيو ته وښودل شول.

د دغه خبري کنفرانس پرمهال د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، چې د ملي امنيت رياست موظفينو د شينوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خير الله په نوم تن سره په دوو عرادو ويکسار ډوله موټرونو کې ۵۱ کلچې خام چرس نيولي دي.

نوموړي وويل، چې ياد تن اصلي د نازيانو ولسوالۍ اوسيدونکی دی او دغه نشه يي توکي له شينوارو ولسوالۍ څخه دوربابا ولسوالۍ ته ليږدول، چې تر رسيدو وړاندې ونيول شو.

په همدې حال کې نشه يي توکي او نيول شوی تن هم رسنيو ته وښودل شول.

خير الله په خپل جرم اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې د نورو پوښتنو لاندې دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *