جلال اباد کې چاودنې
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/01/50813463_367835147347028_9187342170388955136_n.jpg)
جلال اباد کې چاودنې له یوې ماشومې ژوند واخیست.
د ننګرهار د امنیه قومتدانۍ د مطبوعاتو مسول فرید خان خاورمیانه خبري اژانس ته وویل نن شنبه د ( سلواغۍ په ۶ نیټه) د سهار په ۹:۱۵ دقیقو د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اړوند د څلورمې حوزې ته څیرمه چاودنه رامنځ ته شوې چې په پایله کې یې یوه ماشومه نجلۍ وژل شوې.
نوموړی زیاتوي دغه چاودنه د ماین پاکۍ په یوه ډاډسن موټر د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې د یاد موټر چلوونکی هم په کې ټپي شوی دی.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې ډلې او یاهم کوم شخص په غاړه نه ده اخیستې.