کونړ کې د لرګیو قاچاق کوونکي نیول شوي

د کونړ ولایت مقام څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي.

تیره شپه د نورګل ولسوالۍ اړوند د شلت سیمه کې د امنیتي ځواکونو د لرګیو قاچاقبرانو پر وړاندې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو شمیر د لرګیو قاچاق کوونکي نیولي دي.

خبرپاڼه د کونړ د والي عبدالستار میرزکوال له قوله وایي د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري درې قاچاق کوونکي نیول شوي او هم یوولس قچرې چې قاچاقي لرګي پرې بار وو د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي دا چې ځنګلونه ملي شتمني ده نو د کونړ امنیتي ځوکوانه د ملي شتمنیو لوټ مارنو پر وړاندې جدي مبارزه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *