د کابل د ټاکنو د ابتدایي پایلو اعلان؟!

د ټاکنو خپلواک کمیسیون،نن ورځ د کابل ولایت د ولسي جرګې د نوماندانو ابتدایي لیست اعلانوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوې سرچینې خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې د نن ورځې(  مرغومې ۲۲) تر ماښام پورې به د کابل ولایت ابتدایي پایلې اعلان شي.

د نوموړې پر وینا د کابل د مرکزونو د رایو شمېرل او بیا شمېرل پای ته رسیدلي دي او د ټاکنو د کمیسیون مسوولین د نږدې درې میاشتو وروسته د خلکو سره پایلې شریکوي.

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال،ذبیح الله سادات د تیرې پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د کابل ولایت د رایو تفتیش په بشپړ ډول پای ته رسیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ولایت د ولسي جرګې د نوماندانو د رایو ابتدایي پایلي څو ځله د ټاکنو د کمیسیون له لورې ځنډول شوي دي.

د رایو په شمېرولو کې د روڼ والي نه شتون،د زیاتو شکایتونو شتون،او د رایو بیا شمېرنه هغه عوامل وو چې د ټاکنو د کمیسیون په وینا د کابل د ابتدایي پایلو د ژر اعلان مخه یې نیولي وه.

اوس باید وکتل شي چې کمیسیون نن ورځ د کابل پایلې اعلانوي او یا بیا هم د ستونزو له وجې دغه کړنه ځنډوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *