ننګرهار کې ٧ داعش وسله وال وژل شوي
د ننګرهار چارواکي د دې ولایت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د برید خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوکیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې اته داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د خوګیاڼي په خبره دغه بريد تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ نرۍ اوبو سيمه کې د داعش په مرکز شوی، چې ۷ وسله وال په کې وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.