ننګرهار کې ١٤٣ ميله تفنګچې او ٣٠٣ عدده شاجورونه نيول شوي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/01/49209715_510656189423657_4631129782052978688_n-1.jpg)
د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالی کې ١٤٣ ميله تفنګچې او ٣٠٣ عدده شاجورونه نيول شوي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار امنیتي چارواکي وایې تیره ورځ د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیريت پولیسو د یو تن سره په تراکتور موټر کې، چې په کې لرګي بار وو او په ډېر مهارت يې په کې ١٤٣ ميله بېلابېل ډوله تفنګچې او د بېلابېلو وسلو ٣٠٣ عدده شاژرونه ځای پر ځای کړي وو، نیولي دي .
ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، نيول شوی کس،چې د غزني ولايت اصلي اوسیدونکی دی،غوښتل يې یادې وسلې او شاژرونه له تورخم څخه کابل ولایت ته و لیږدوي،چې د نشه يي توګو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا د دې ولایت په مربوطاتو کې ونیول شول .
نوموړی زیاتوي،د یاد مدیریت پولیسو همدا راز اووه پنځوس نیم کیلو نشه يي توکې له لیږدونکی سره یو ځای ونیول .
نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قومندانۍ کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي .