د کابل مرګونې برید د ۶۸ تنو پر مرګ ژوبلې سره پای ته ورسید

تعقیب؛ د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې پر دوه دولتي ادارو باندې د مرګونو بریدونو د پای ته رسیدو خبر ورکوي چې   له وجې یې ۴۳ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،پرون له غرمې وروسته د ۳:۲۰ دقیقو په شاوخوا کې د فوائد عامې وزارت او یوې دولتي ادارې ته نږدې یو ځان وژونکی برید ترسره شو چې له برید وروسته یو شمېر برید ګر د شهداوو او معلولینو معینیت ودانۍ ته دننه شول.

د کورنیو چارو وزارت د بریدګرو شمېر درې تنه یاد کړی او ويلي یې دي چې دغه بریدګرو د« معلولینو او شهداوو څخه د افرادو د ملاتړ ادارې» په ودانۍ کې د امنیتي ځواکونو سره ۱۰ ساعته نښته کړې ده.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وایي د فواید عامې وزارت د کارکوونکو په ګډون ۳۵۷ تنو ملکي وګړو ته د امنیتي ځواکونو له لورې نجات ورکړل شوی دی.

د نوموړې پر وینا،په دې پیښه کې د یوې ښځې او یو پولیس په ګډون ۲۸ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

دانش څرګنده کړه چې ټول درې واړه بریدګر د نن ورځې (جدې ۴) د یوې بجې پورې وژل شوي دي.

مګر د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وایي چې ددې پیښې څخه ۴۳ مړې او ۲۵ ټپیان د کابل روغتونونو ته لیږدول شوي.

نوموړې څرګنده کړه چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

لا تر اوسه کومې ډلې یا شخص ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

نور جزیيات …

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *