اچين کې يو داعش وسله وال د سولې بهير سره يو ځای شو

د  ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې يو داعش وسله وال د حقيقت په درک کولو سره سولې بهير سره يو ځای شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوکیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل د  ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې يو داعش وسله وال د حقيقت په درک کولو سره سولې بهير سره يو ځای شو او له دايمي مخالفت څخه يې لاس واخیست.

ياد داعش وسله وال په خپلو کړنو پښيماني ښودلې او زياته کړې يې ده، چې د پرديو په لمسون يې په خپله خاوره کې تخريبي او تروريستي کړنې تر سره کولې، چې پوهيدو سره سم يې له مخالفت لاس واخیست.

نوموړي خپل يو ميل کلانشکوف هم امنيتي مسئولينو ته سپارلي دی.

د يو بل خبر له مخې ننګرهار ولايت سره رود او مومندرې ولسواليو مربوطاتو کې وسله والو طالبانو په عامه لارو کې درې حلقې ماينونه ځای پر ځای کړي و، چې د ملي اردو منسوبينو له لوري کشف او لمنځه يوړل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *