بټي کوټ کې ۲۹ وسله وال او ۱۳ولسي پاڅون کوونکي ووژل شوي

د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالی کې  ۲۹ وسله وال او ۱۳ ولسي پاڅون کوونکي ووژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ، په امبار خانې، لاچپور او لوړتۍ سيمو کې د ولسي پاڅوون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ تېره شپه نښتې شوي، چې په ترڅ کې يې د قومندان حيران په ګډون ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ګڼ شمېر نور ټپيان دي او د سرحدي ځواکونو پولیسو ته يو شمېر وسايط هم په لاس ورغلي.

خوګیاڼی زیاتوي د دې نښتو پرمهال ديارلس تنه ولسي پاڅوون کوونکي هم وژل  شوي او ديارلس نور ټپيان دي.

خوګیاڼی زیاتوي  اوسمهال په سيمه کې د ملي اردو په مشرۍ ګډ ځواکونه شتون لري، چې د مخالفينو د لمنځه وړلو په موخه يې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *