په هرات کې د یوې چاودنې مخه ونیول شوه

د هرات پولیسو ددې ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې یوه کړۍ مقناطیسې ماین کشف او خنثی کړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه ماین نن سهار( لیندۍ ۲۸) د پشتون زرغون ولسوالۍ پولیسو ددې ولسوالۍ په مرکز کې کشف کړی دی.

د پشتون زرغون ولسوالۍ د پولیسو قومنداني وایي چې دغه ماین د وسله والو مخالفینو له لورې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د په نښه کولو په موخه په ډېر ماهرانه ډول په یوه عراده موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی وو.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *