څلور نیم ټنه تاریخ تیري درمل وسوځول شول
لغمان کې څلور نیم ټنه تاریخ تیري درمل او بې کیفیته خوارکي توکي وسوځول شول
د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالمعروف جلیلي وایي، چې دغه څلور نیم ټنه درمل او خوراکي توکي یې دروان کال په تیرو شپږو میاشتو کې د ګمارل شوي کمیسیون له لارې په مهترلام ښار کې له درملتونونو او هټیو را ټول کړي وو.
د نوموړي په وینا په دې توکو کې درې ټنه تاریخ تیري درمل او یو نیم ټن خوراکي توکي شامل و، چې مجموعي قیمت یې (۴۹۰۹۸۵) افغانۍ کیږي.
د عامې روغتیا رئیس له ټولو درملتونونو او هټۍ والو څخه غوښتنه وکړه چې په پیر او پلور کې دې د تاریخ تیرو درملو او بې کیفیته خوارکي توکو ته جدي پاملرنه کوي.
د یادونې وړ ده چې په مهترلام ښار کې د ټاکل شوي کمیسیون له لوري هڅې رواني دي چې دغه لړۍ لا تېزه او په ولسوالیو کې هم ورته کمپاینونه ترسره کړي.