نازيانو کې نظامي عمليات پای ته ورسيدل

 

ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو جګړه ييز او چاڼيز عمليات له وسله والو مخالفينو څخه د يادې ولسوالۍ په بشپړ ډول پاکولو وروسته پای ته ورسيدل.

دغه عمليات، چې يوه مياشت وړاندې پيل شوي و پرمهال يې لس داعش وسله وال، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل و امنيتي ځواکونو ته تسليم شول او پاتې نور په تېښته له يادې ولسوالۍ ووتل.

د يادو عملياتو پر مهال افغان ځواکونو د وسله والو مخالفينو ۲۵ ميله سپکې او درنې وسلې، دوه پايې مخابرې، پنځه دوربينونه او ګڼ شمېر مهمات ترلاسه کړي او همدا راز مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي ۲۴ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه يې لمنځه وړي دي.

همدا راز د ننګرهار والي په لارښوونه د عملياتو ترڅنګ په سيمه کې جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې هم تر سره شوي دي.

اوسمهال په سيمه کې بشپړ امنيت دی او د لا ښه امنيت په موخه په مودرنو وسلو او تجهيزاتو سمبال يولس بابه نوې پوستې او تحکيمات جوړ شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *