پارلمان ته نږدې د یوه راکټ لګیدنه
د ملې اردو کمپ او ملې شورا ودانۍ ته نږدې د دارالامان په سیمه کې د راکټ یوه فیر شوی مرمۍ لګیدلې ده چې تلفات له ځانه سره نه لري.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن( لیندۍ ۱۸) د سهار د ۶:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د دارالامان سیمې د «جولیان» تر نامه لاندې د ملې اردو کمپ د یوه راکټ په وسیله په نښه شوی دی.
عیني شاهدان وایي چې دغه راکټ کمپ ته نږدې د کمپ په اطرافي ځمکو باندې لګیدلی دی.
د ملې اردو د کمپ څخه یوې سرچینې خاور میانه ته وویل چې دغه پیښه له ځانه سره تلفات نه لري او راکټ د دشت پدوله له سیمې څخه فیر شوی دی.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی نه دی.