ننګرهار کې سږ کال درې سوه پنځوس ټنه شات تولید شوي دي

په ننګرهار ولایت کې د شاتو مچیو امر شاولي خان وایي،په دې ولایت کې د شاتو درې سوه فارمونه شتون لري،چې د روان کال په ترڅ کې درې سوه پنځوس ټنه شات تولید کړي دي.

نوموړی زیاتوي،په ننګرهار ولایت کې دوه ویشت ډوله تر دیرش زرو زیاتې د شاتو مچۍ شتون لري،چې روان کال یې ترې درې سوه پنځوس ټنه د شاتو حاصلات بازار ته وړاندې کړي دي.

هغه وایي،د زون په کچه د شاتو مچیو شپږ سوه فارمونه فعالیت کوي او که ورته په شاړو ځمکو کې مصنوعي ځنګلونه جوړ شي،نو په حاصلاتو کې به یې د زیاتوالې ترڅنګ ګڼ شمیر بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستیو کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ادارې له لورې سلګونو بې وزله کورنیو ته د ورځنيو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د شاتو مچۍ ورکړل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *