سرحدي ځواکونو د ځانګړو عملياتو پرمهال یو شمیر وسلې نیولي

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل  د لیندۍ په  ۱۷  نیټه وويل، د دې لوا اړوند د شپږم کنډک سرتېرو دوربابا ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ننګرهار ته د وسلو د قاچاق مخه نيولې ده.

دی وايي، دغو ځواکونو د دوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يو کمين پرمهال په يو عراده کرولا موټر کې ځای پرځای شوې ۲۶ ميله درنې او سپکې وسلې نيولي او په تړاو يې قاچاق کوونکی هم نيولی دی.

د جنرال حسين خېل د معلوماتو له مخې، قاچاق کوونکي په موټر کې دوه ميله پيکا، اته ميله کلاشينکوفونه او ۱۶ ميله تومانچې په ډېر مهارت سره ځای پرځای کړې وې او غوښتل يې له پاکستان څخه يې ننګرهار ته انتقال کړي.

د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې قاچاق کوونکي يادې وسلې د کومې موخې لپاره ننګرهار ته راوړې وې؛ خو وايي په دې تړاو ترې پوښتنې روانې دي.

په ورته وخت کې بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل يادونه وکړه چې سرحدي ځواکونو د ختيځ زون اړوند ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو کې د وسله والو د ځپلو او هېواد ته د هغوى  د راتګ د مخنيوي لپاره بشپړ چمتوالی نيولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ډېرى وخت د ننګرهار خلک شکايت کوي، چې د سرحدونو له لارې راوړونکې وسلې او مهمات ددغه ولايت په ترهګريزو بريدونو کې کارول کېږي  او سرحدي ځواکونه يې په مهار کې پاتې راغلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *