۲۳ میله بېلابېلې وسلې ډایاک ته وسپارل شوې

۲۳ میله بېلابېلې وسلې ډایاک ته وسپارل شوې او ۲۱ کیلوګرامه هیروین ونیول شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: ننګرهار ولایت کې د  ملي اردو د څلورمې پلې لوا ځواکونو ۲۳ میله بېلابېلې وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارلې او د امنیه قوماندانۍ پولیسو په یو عراده ریکشا کې ځای پر ځای شوي ۲۱ کیلو ګرامه نشه یې توکې ونیول .

خوګیاڼی زیاتوي د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پولیسو د پلټنو پر مهال په یوې ریکشا کې په ډیر مهارت سره  ځای پر ځای شوي ۱۲ کیلو ګرامه هیروین او نهه کیلو ګرامه چرس ونیول، همدا راز په ننګرهار ولایت کې د ملی اردو څلومې پلې لوا په قوماندانۍ کې ۲۳ میله بېلابېلې وسلې د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل شوې .

د مالوماتو له مخې یادې وسلې په نورستان ولایت کې ځواکونو د عملیاتو پر مهال تر لاسه کړې وې،چې په کې راکټ، کلاشینکوف،تفنګچې او نورې وسلې شاملې وې .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *