د پنځوس ميليونه افغانيو په ارزښت د پنځو پروژو تړون لاسليک شو

ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند او د جاپانۍ PMS موسسې مشر ډاکتر ناکامورا ترمنځ د لړم په ۱۴مه رسنيو دفتر کې د پنځوس ميليونه افغانيو په ارزښت د پنځو رغنيزو پروژو تړون لاسليک شو.

د ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، چې د دغه تړون له مخې به د جاپان PMS  موسسه په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۸۸۶ متره په اوږدوالي په اساسي ډول يو نوی زابر جوړوي او همدا راز د ۹۵۰ متره په اوږدوالي د پخواني زابر پاک کاري او ترميم به تر سره شي.

نوموړي وويل، چې د ۱۸۳۶ متره په اوږدوالي د سړک جغل اندازۍ تر څنګ به د زابرونو په اوږدو کې دوه ترنابونه او اته پلچکونه هم جوړ شي.

د ولايت مرستيال وويل، چې په ياده ولسوالۍ کې به د اووه نيم زره متره ستروسو باغ ته د اغزن تار محافظتي ديوال هم جوړ شي.

د PMS موسسې مشر ډاکتر ناکامورا د ولايت له مرستيال مننه وکړه، چې د پروژو په تطبيق کې يې ور سره هر مهال همکارې کړي ده.

نوموړي وويل، چې د دغه تړون له مخې به په کوز کونړ ولسوالۍ کې د پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلي کړي، چې له مخې به يې د يادې ولسوالۍ خلکو ته ګڼې اسانتياوې برابرې شي.

هغه ژمنه وکړه، چې په ياده ولسوالۍ او نورو سيمو کې به خلکو ته د اوبو څخه د سالمې ګټې اخيستنې او نورو برخو کې لازمې پروژې تطبيق کړي.

د اقتصاد رئیس غلام الله افغانيار وويل، چې د دغه پروژو په تطبيق سره به په کوز کونړ ولسوالۍ کې جريبونه جعبه زاره ځمکې کرنې ته چمتو شي او هم به خلکو ته د کار زمينې برابرې شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *