ننګرهار کې روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې ۲۵۰ قضیې ثبت شوي دي

ننګرهار ولایت د ښځو چارو ریاست وایي،د روان کال له پیل څخه تر دې دمه په دې ولایت کې د ښخو پر وړاندې د تاوتریخوالې دوه سوه پنځوس قضیې ثبت شوي،چې یواخې سل یې د دوی له ریاست سره شریکي شوي دي .

د ښځو چارو سرپرستې رئیسې سلسلې رښتیانۍ دا څرګندونې پرون  جلال اباد ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيوالې ورځې په وياړ جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې سلسلې رښتيانۍ وويل، روان کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له ۲۵۰ ډېرې قضيې ثبت شوې چې يوازې سل هغه يې له دغه رياست سره دي.

دا وايي، په دغو پېښو کې د وهلو ټکولو، حق نه ورکولو او طلاق تر څنګ بېلابېل موارد شامل دي چې تر ډېره د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې دي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت مقام د جندر برخې مسوولې مژګان کريم وويل، لا هم د دغه ولايت مېرمنې او نجونې په لارو او کوڅو کې له ازار او اذيت څخه کړېږي او د دوی د پرمختګ مخه يې نيولې ده.

هغې يادونه وکړه، د ښځو دا ازار او اذيت په کور تر دننه تاوتريخوالي ډېر ځوروونکی عمل دی او پر کورنيو غږ کوي چې خپل نارينه اولادونو ته د دغه کار نه کولو سپارښتنه وکړي.

د ښځو د حقونو يوې مدافع ماريا اسحاقزۍ وويل، د ښځو پر وړاندې دا ازار او اذيت د ښځو د پرمختګ مخنيوی کوي او ټولنه کې يې د کار خنډ ګرځي.

ديني عالمان وايي، تر هغه چې کورنۍ او ټولنه د اسلام له مخې مخې ته ولاړ نه شي، تر هغو  د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی پای ته نه رسېږي.

ديني عالم مولوي عبدالظاهر صديقي تاوتريخوالی د حق د نه ورکړې له امله رامنځته کېږي او که ښځه د خاوند او خاوند د ښځې حق ورکړي هېڅ ستونزه نه رامنځته کېږي.

له کلونو راهيسې په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي غونډې کېږي خو لا تر اوسه د ښځو په ژوند کې د پام وړ تغيیر نه دی رامنځته شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *