د پاکستان حکومت د سقوط په درشل کې

د پاکستان پخوانی جمهور رییس او د عوامي ګوند (PPP) مشاور ددې هېواد د نوې  حکومت پر تګلاره باندې په نیوکې کولو سره ویلي دي چې د پاکستان نوی دولت د سقوط په درشل کې قرار لري .

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې «اصف علي زرداري» ددغه هېواد د صدیق اباد په  ښار کې د خلکو په یوه غونډه کې د پاکستان د نوي حکومت د لمړي وزیر «عمران خان» پر سیاست باندې په نیوکې کولو سره ویلي دي چې نوموړی په سم ډول د هېواد اقتصاد اداره کولی نه شي او حتی نه شي کولای چې خپلې بې بنیاده ژمنې هم وڅیړي.

نوموړې زیاته کړه چې:«د عمران خان حکومت به دوام ونه کړې او په نږدې راتلونکې کې به ددې حکومت د نسکوریدو شاهدان واوسو».

همدغه راز زرداري ژمنه وکړه چې ګوند به یې ډېر ژر قدرت ترلاسه کړي او هغه سیمې چې نفت او ګاز پکې استحصال کیږي ځانګړی امتیاز څخه به برخمنې شي.

په عین حال کې د عوامي ګوند ویاند وویل چې د پاکستان لمړی وزیر په خپلو ۱۰۰ لمړیو ورځو کې هيڅ ډول اغیزمن کار سرته رسولی نه دی او څه ډول چې په خپلو مخامخ دروغجنو ژمنو سره کار ته رامخکې شوی وو ددې ۱۰۰ ورځو په جریان کې یې خلک د انفلاسیون او قیمتۍ په سونامې کې ډوب کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د ۳ میاشتې څخه د زیاتې کارې دورې هم مهاله دا ډول سیاسې څیرو او ګوندونو له لورې د دولت په مختلفو برخو په ځانګړې ډول د اقتصاد په برخه کې پر نوموړې باندې سختې نیوکې ترسره شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *