لغمان کې ۷۵ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

داخلي بې ځایه شویو کډوالو کورنیو د نغدي مرستو د ویش پرمهال مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار،  او د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو رییس انجینر شاکرالله شاکر هم شتون درلود.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په مرکز او ولسوالیو کې یې له سروې وروسته ۷۵ هغه کورنۍ چې د یو شمېر ستونزو له امله را بې ځایه شوي سروې ترسره کړې او هرې کورنۍ ته (۵۰۰۰)نغدې افغانۍ ورکوي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي چې له نورو داخلي بې ځایه شووی کورنیو سره هم نغدي مرستو سربیره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره کړي.

د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې له ټولو را ستنو شویو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره لازمې مرستې ترسره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *