پر عربستان باندې د وسلو پیر او پلور،د خاشقچي د قتل څخه مهم دي

د امریکا جمهور رييس ،د جمال خاشقچي د وژنې د قضیې په اړه له بې بنیاده ژمنو څخه وروسته ددغه ناورین په بې اهمیته ګڼلو سره د نوموړې له قاتلانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې،د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ پرون ماښام د یوې بیانیې په اوږدو کې اعلان وکړ چې ګومان کوي د سعودي عربستان ولیعهد «محمد بن سلمان» د جمال خاشقچي د وحشتناک قتل له پیښې خبر اوسي؛  مګر امریکا د عربستان سره په  دوامدارو اړیکو ټینګار کوي.

ټرمپ څرګنده کړه چې واشنګټن د سعودیانو سره خپل شراکت ته دوام ورکوي؛ ځکه چې د هغوې سره د د وسلو د پلور د قراردادونو لغوه کول د چین او روسیي په ګټه دي.

د امریکا جمهور رییس دوام ورکړ «کوم ظلم چې د خاشقچي په حق کې ترسره شو وحشتناک وو مګر مونږ دغه پیښه بې اهمیته نه ګڼو او زیات اټکل کیږي چې ولیعهد بن سلمان ددې پیښې په اړه اثر ورکوونکي اطلاع درلودله او شاید چې اطلاع یې هم نه درلوده».

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ سره له دې چې محمد بن سلمان یې تورن ګڼلی او د خپلو خبرو په پایله کې یې ویلي دي چې په هر صورت د واشنګټن او د عربستان د بادشاه تر مینځ به اړیکه دوامداره پاتي وي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *