په ارزګان کې د طالبانو درانه تلفات
د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،وسله والو طالبانو تیره شپه د دهراود ولسوالۍ د قلعه مورچه په سیمه کې د پولیسو او ملې اردو پر پوستو بریدونه ترسره کړی دی.
امنیتې سرچینې وایي چې امنیتي ځواکونو د نن ورځ ( لړم ۲۲) تر سهاره پورې د وسله والو طالبانو سره جګړه وکړه چې په پایله کې یې ۱۲ تنه طالب وسلوال وژل شوي،شپږ تنه ټپیان شوي او ۲۴ کړۍ ماینونه د پولیسو لاس ته لویدلي دي.
ددې سرچینو پر وینا په دغه نښته کې د سیمه ایزو پولیسو درې سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یو ملې پولیس ټپي شوی دی.