د برکه ولسوالۍ دوه امنیتي پوستو سقوط وکړ

د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملې او سیمه ایزو پولیسو پر امنیتي پوستو باندې د وسله والو طالبانو یرغلیزو بریدونو په پایله کې دوه پوستې سقوط شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،وسله والو طالبانو د نن ورځې( لړم ۲۲) پر سهار د برکې ولسوالۍ د«بابا غایب» او «بایتو» په سیمو کې پر امنیتي پوستو برید ترسره کړی دی.

امنیتې سرچینې وایي چې په دې برید کې دوه امنیتې پوستې سقوط شوي دي او همدارنګه د پرسونل سره مخابراتي او ټلیفوني اړیکه هم پرې کړی شوي ده.

د دغه سرچینو په خبره،که څه هم امنیتي ځواکونه له یوې سختې جګړې څخه وروسته بریالي شول چې د یوې پوستې کنټرول لاسته راوړې ؛مګر هماغسي جګړه جریان لري.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *