په لغمان کې د ملي امنیت د یو تن کارکونکي وژل کیدل

دلغمان چارواکي وایې دوه تنو نامعلومو وسله والو د لغمان د ملي امنیت کارکونکی وژلی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دغه پیښه نن سهار ( عقرب ۱۲) د لغمان اړوند مهترلام ښارکې رامنځه ته شوې .

دولتزی زیاتوي دوه تنه،  چې په موټرسایکل سپاره ول د ملي امنیت کارکونکی عبدالمالک د عبدالمطلب زوی په ډزو ویشتی، چې په روغتون کې یې ساه ورکړې ده.

دولتزی زیاتوي د دې پیښې د عاملینو د نیولو له پاره هڅې روانې دي څو مجرمین ګرفتار او د قانون منګولو ته یې وسپاري .

د دې پیښې مسولیت تر اوسه کومې ډلې یا کوم شخص په غاړه  نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *