د فراه په انتخاباتو کې شکونه

د فراه د ټاکنو کمیسیون د دفتر چارواکي وایي ددې ولایت له نیمایي څخه زیاتي د رایه اچونې پاڼې او بایومیتریک شوي مواد په اناردرې ولسوالۍ کې د هلیکوپټرې په سقوط کیدو کې له مینځه تللي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې اردو پورې اړوند یو هلیکوپټر تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ د هرات په لور د حرکت نیت درلود چې د انار درې ولسوالۍ په لاره یې سقوط کړی او په کې سپاره ټول کسان یې له مینځه تللي دي.

له درې ورځو د تیریدو وروسته اوس ،د فراه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس منیر پارسا وایي چې په دې هلیکوپټر کې موجود زیات بایومیتریک شوي  او ټول غیر بایومیتریک شوي مواد هم له مینځه تللي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند،سیدحفیظ الله هاشمي هم څرګنده کړي ده چې په دې هلیکوپټر کې د رایې ورکوونې اووه صندقونه موجود وو چې تر څنګ یې یو شمېر بایومیتریک ماشینونه،پرینټر او پاور بانک او د رایه اچونې د ۴۲ مرکزونو د نوم لیکنې فورمونه هم له مینځه تللي دي.

په همدې حساب او دې ته په پاملرنې سره چې ټاکنې په سختو امنیتي شرایطو کې ترسره شوي؛ اوس مالومه نه ده چې د فراه ولایت د ټاکنو پایله به څه کیږي؟

د موادو  او رایه اچونې د ډېرې برخې  له مینځه تللو،په فراه کې د ټاکنو وضعیت ګونګ کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *