په ننګرهار کې ۱۴ داعشیان ووژل شو
د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د اپراتیفي عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې ۱۴ جنګیالي وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي همدارنګه ۶ مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه عملیات نن سهار ( لړم ۲) د رودات ولسوالۍ د ” شهیدانو مېنه) په سیمه کې ترسره شوي دي.
امنیتي سرچینې وایي؛ دغه عملیات چې د داعش ترهګرې ډلې په مرکزونو باندې په لاره اچول شوي وو د دې ډلې ۱۴ تنه غړې پکې وژل شوي،۴ تنه ټپیان شوي او ۶ تر شک لاندې کسان هم پکې نیول شوي دي
له بله پلوه،د روداتو د ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو نن سهار د امنیتي ځواکونو پر عملیاتو غبرګون ښکاره کړی او لاریون یې ترسره کړی دی.
په دغه لاریون کې چې اوس مهال ( د سهار د ۸:۳۰ په شاوخوا) کې دوام لري ،لاریون کوونکي وایي چې نیول شوي کسان د داعش ترهګرې ډلې پورې اړه نه لري.
عینې شاهدان وایي چې لاریون کوونکو د تورخم ـ جلال اباد لویه لار هم تړلي ده.