په غزني کې یو شمېر ښوونکي یرغمل شوي دي

د غزني ولایت د انډو او ګیرو ولسوالۍ یو شمېر ښوونکي تښتول شوي او لادرکه دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري د خاورمیانه خبرې اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې؛ وسله والو طالبان په اندړ او ګیرو ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونکي یرغمل کړي دي.

د نوموړي په وینا ،دغه کړنه ښوونکو ته د بانکي سیستم له لاري د معاشونو د ورکولو په دلیل ترسره شوي ده.

فقیري وایي: ” له دې وړاندې وسلوالو طالبانو په دې دوه ولسواليو کې د ښوونکو د معاشونو څخه عشر او ذکات اخیستو؛ مګر که چیرته د دوې معاش په بانک کې جمع شي دوې نور دا کار نه شي کولای او په همدې وجه یې ښوونکي یرغمل کړي دي.”

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *