په ننګرهار کې دولس داعش ترهرګر وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ اړوند د باندر په جمال خيلو، ديوانه بابا، کنډرو او چنار کلي کې د ملي امنيت ځانګړې ځواکونو عمليآت کړي، چې په ترڅ کې يې د دولس داعش وسله والو وژل کېدو ترڅنګ د دوی څلور مرکزونه لمنځه وړل شوي.

د معلوماتو له مخې په وژل شويو کې د داعش ډلې يو مهم قومندان او قاضي ولي الله منصور مشهور په ياسر هم وژل شوي دي.

همدا راز د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.

د عملياتو پرمهال ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيآن ندی اوښتی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *