د ولسې جرګې غړی ،عبدالجبار قهرمان ووژل شو

لمړی تعقیب؛ د عبدالجبار قهرمان په ټاکنیز دفتر کې د چاودنې له امله،د ولسې جرګې برحاله وکیل او اوسنی نوماند جبار قهرمان وژل شوی او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه نن (  تلې ۲۵) د سهار د ۹:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې ددغه نوماند په کور کې چې ټاکنیز دفتر یې هم وو  رامنځته شوي ده.

د نوموړې پر وینا،په دغه پیښه کې جبار قهرمان خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

ځواک څرګنده کړه چې په دې اړه څیړنې پیل شوي دي او د تلفاتو او ټپیانو د زیاتیدو احتمال موجود دی.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې پړه منلې نه ده او همدارنګه د پیښې نوعیت هم لا روښانه شوی نه دی.

نور جزئیات ….

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *