اروپایي ټولنې د فلسطینیانو د وژنې د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه
اروپایي ټولنې، په غزه کې پر فلسطیني اتباعو باندې د اسراییلي رژیم نظامیانو د بریدونو او هغوې سره د نښتو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د اروپایي ټولنې ویاند ” مایا کوتسیانچیچ” ویلي دي چې ” مونږ تمه لرو چې د اسراییل رژیم به د لزوم او تناسب د اصل څخه په کار اخیستنې سره له زور څخه کار واخلې”.
کوتسیانچیچ زیاته کړه چې په غزه کې د ستونزو د حل یوازنې لاره سیاسي حل لاره ده.
د اروپایي ټولنې ویاند دا هم زیاته کړه چې دا ټولنه د ملګرو ملتونو د سازمان او نړیوالې ټولنې لخوا د غزې تړاتګې د اوسیدونکو او اسراییل د رژیم تر مینځ ځانګړې او همغږي کوونکو هڅو ستاینه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل د رژیم د نظامیانو او فلسطینیانو تر مینځ د نښتو وروسته د روان کال د مارچ له ۳۰ نیټې څخه د غزې تړانګې په پوله باندې لاریونونو زور اخیستی دی.