ولسمشر غني پروان ته ولاړ

د هېواد جمهور رییس د باریک اب صنعتي او کرنیز پارک د پرانیستلو لپاره نن سهار پروان ته ولاړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور او د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د هېواد جمهور رییس، محمد اشرف غني سره په دغه سفر کې د لوړپوړو دولتي چارواکو یو هیئت هم ملتیا کوي.

ټاکل شوي ده چې په دې سغر کې به ولسمشر غني د باریک اب د صنعتي او کرنیز پارک د پرانیستلو تر څنګ د جبل السراج ـ نجراب سړک د اول فاز د پرانیستلو او د جبل السراج د ارګ د بیارغاوني د کارونو څخه د ملکي او نظامي مسوولینو او ددغه ولایت د مختلفو قشرونو سره لیدنې ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *