د ننګرهار اوسیدونکي : په امنیتي فضا کې د شفافو ټاکنو ترسره کیدل غواړو !

د ننګرهار خلک شفافې او عدلانه ټاکنې، غواړي، دغه ټکی د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکو له خاورميانه خبري اژانس سره په خبرو کې روښانه کړ، دوی له دولت څخه غواړي ، چې د ټاکنو لپاره هر چا ته زمينه برابره کړي، څو خپله رايه استعمال کړي او شفافې ټاکنې ترسره شي، دوی زياتوي چې شفافو ټاکنو په ترسره کولو سره شفاف نظام رامنځ ته کېږي.

دوې زیاتوي ،چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده باید په ټاکنو کې هیڅ چاته د لاس وهنې او مداخلې وخت ورنه کړل شي . همدارنګه دغه اوسیدونکي له  مسولو چارواکو څخه غواړي ، چې د راتلوونکو ټاکنو د ترسره کیدو له پاره ځانګړي امنیتي تدابیر په لاره واچوئ ترڅو خلک په ډاډه  زړه درایې ورکوونکې مرکزونو ته ولاړ او خپله رایه وکاروي .

د شفافو او ښو ټاکنو د ترسره کیدو  په اړه لیکوال او ژورنالیست ناصرخان شېرزي خاورمیانه خبري اژانس ته داسې وویل : (  ټاکنې د نني عصر یو ضرورت دی  ،   نو  مونږ ټول اوس د ټاکنو شفافیت غواړو ، ترڅو وړ او مناسب اشخاص پارلمان ته لاره پیداکړې)

نوموړی زیاتوي  د ټاکنو د شفافیت لپاره باید د رايو اچونو مرکزونو مسؤلین هغه که ریسان او مامورین دي او یا نور دوی په فکري ډول و روزل شي ، ترڅو د ټاکنو په ورځ درغلي ونکړي، همدا شان بیا ددغو مسؤلو کسانو د څارنې لپاره نور کسان وي چې دوی وڅاري او درغلې ته یې پرې نږدي.

دی وایې  دا چې د ښځینه وو رول په ټاکنو کې ډیر مهم دی نو که چیرته اړونده چاروواکي د رای ورکوونکې له پاره زمینه برابره کړي نو ښځینه او نارینه به په  پوره ډاډ سره د رايې ورکونې مرکزونو ته ولاړ او خپله رایه به وکاروي .

په همدې حال کې د ننګرهار د امنیه قومندانې د مطبوعاتو مسول فریدالله خاورمیانه خبري اژانس ته وویل : ( مونږ د ټاکنو د ملي پروسې د ترسره  کیدو په موخه په  ټول ننګرهار مرکز او ولسوالیو کې ځانګړي امنیتي تدابیر لرو )

نوموړی زیاتوي تر دامهال  د ټاکنو پروړاندې داسې کومه جدي امنیتي ستونزه نه شته  ، د ده په خبره ښځینه او نارینه کولی شي ، چې په مطمین ډول له کورونو څخه را ووځئ او خپله رایه وکاروئ.

د فریدالله په خبره د رایې ورکونې مرکزونو د امنیت ساتلو په موخه ګډو امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې ، ترڅو د ټاکنو پروړاندې امنیتي خنډنه لرې کړي.

په دې ورستیو کې یو شمیر سیاسي ګوندونو د شفافو ټاکنو د ترسره کیدو په موخه د ټاکنو کمیسیون  څخه وغوښتل څو د ټاکنو په ورځ له  بایومتریک سیستم څخه کار واخلي څو د درغلیو مخه نیول شوې وي .

د ولس دغوښتنو او د چاراکو له ژمنو او ډاډ سره سره به  راتلوونکې ټاکنې څه ډول ترسره شي دا به وخت روښانه کړي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *