د تخار د ځان وژونکي برید د تلفاتو شمېر تر ۲۳ تنو پورې ورسید

د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې  ولسي جرګې ته د یوې نوماندې په ټاکنیز کمپاین د ترسره شوي ځان وژونکي برید تلفات ۲۳ تنو ته ورسیدل.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې پرون له غرمې وروسته ( تله ۲۱) د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې ددغه ولایت څخه ولسي جرګې ته د یوې نوماندې په ټاکنیز دفتر باندې ځان وژونکی برید ترسره شو.

د څو ساعتو له تیریدو وروسته د تخار امنیتي چارواکو ویلي وو چې په دې پیښه کې ۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه چارواکو د تلفاتو د احتمالي زیاتیدو خبر هم ورکړی وو.

نن د (تلې ۲۲ مه) د تخار امنیتي چارواکي وایي د تیرې ورځې په پیښه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۳ او د ټپیانو شمېر ۳۹ تنو ته رسیدلې دی.

سرچینې وایي په وژل شویو کسانو کې د ملې امنیت یو کارکوونکی او د ټپیانو په مینځ کې ۳ تنه پولیس هم شامل دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې پړه پر غاړه اخیستي نه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *