په افغانستان کې د امریکا د شتون رښتیني موخې څه دي؟

امریکا په خپل بهرني سیاست کې د دویم ځل لپاره د وسلوالو طالبانو او اوسني حکومت تر مینځ د سولې په بهیر کې د فریب او دوکې د رامنځته کولو په لټه کې ده.

د وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه د امریکا موقف؛ ددغه هېواد نوې دوکه او لوبه ده چې سنا مجلس، جمهور رییس ټرمپ، او په افغانستان کې د امریکا د نظامي قومندانانو تر مینځ مسونتیا څرګندوي.

د دې مسونتیا د نښانو په څرګندولو سره کولای شو د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو د ادارې ريسې میرمن ” الیس ولز”  دې څرګندونو ته پام وکړو چې د وسله والو طالبانو سره په مذاکراتو کې د امریکا ګډون ته چمتوالي نیول،د قطر د جلسې جوړیدل او هممهاله د وسله والو طالبانو په پټن ځایونو د امریکا د فوځ د هوایي بریدونو په اړه یې ترسره کړي دي چې د یو شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو لامل ګرځي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د راپورونو له مخې،په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ایتلاف  د بمباریو په پایله کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی چې ډېره برخه وژل شوي او ټپیان یې ښځې او ماشومان تشکیلوي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ډېرې هېوادونو دایمې استازو د وسله والو طالبانو په پټن ځایونو باندې د امریکا د ړندو هوایي بمباریو د بندیدو غوښته کړې ده چې د ملکي وګړو  د مرګ ژوبلې سبب شوې دي او څرګنده کړې یې ده چې تر څو د دا ډول پیښو عاملین عدلې او قضایي میز ته راکش شي.

په تیره کې نه د امریکا متحده ایالاتو چندان اعلان وکړ چې ناټو او ملاتړې یې نه یوازې دا چې په افغانستان کې پاتې کیږي بلکه د خپلو نظامیانو په شمېر کې زیاتوالی راولي تر څو د هرې ممکنه لارې څخه په افغانستان کې د جګړې په ښکیلو لوریو باندې خپل نظامي قدرت وازمایي.

همدارنګه په دې سره کولای شي ووایي چې د امریکا هڅې ددې لپاره دي چې وسلوال طالبان د کابل د دولت سره مذاکراتو ته د خپلو سیاسې موخو لپاره اړ کړې.

دا په نظر راځي چې د امریکا لوړ پوړي چارواکو په افغانستان کې د خپل ۱۷ کاله حضور سره هیڅ تجربې او د عبرت درس  اخیستی نه دی؛څنګه چې د امریکا ستراتیژې او تکتیکونه ددې لامل شول تر څو د طالبانو ډلې د دولت او ایتلافي ځواکونو پر وړاندې په وردګو،فاریاب او نیمروز ولایتونو کې خپلو بریدونو کې زیاتوالی راولي.

په عین حال کې د وسله والو طالبانو قومندانان په څرګنده اعلان کوي چې د امریکا په ژمنو باندې هیڅ باور نه لري ځکه دوې په افغانستان کې د طالبانو د اصلې دښمنانو یعني داعش ډلې څخه ملاتړ کوي.

په همدغه حال کې نه یوازې وسلوال طالبان بلکه د افغانستان د یو شمېر ولایتونو چارواکي هم د داعش ډلې څخه د ناټو او امریکا د متحده ایالاتو د ملاتړ خبر ورکوي.

د امریکایي هلیکوپټرو د پروازونو په اړه ولسوالیو او کلیو د اوسیدونکو څرګندونې او د داعش ترهګرو تر قلمرو لاندې سیمو کې د مرمۍ ضد موټرو شتون چې نور د حیرانتیا خبره نه ده،ددې حقایقو سابقه څو څو واره یاده شوي ده.

هر څومره چې ممکنه ده یو کس ددې جملې په اوریدو سره تعجب کوي؛ مګر د امریکا کړنې راښایي چې واشنګټن په افغانستان کې د پخوانې روم تګ لاره لري یعنې د ” ویشلو او تابع” کولو په لټه کې دی.

امریکا د خپل پیاوړې او پراخه دولت په واسطه داعش او د افغانستان د رهبرانو او وسله والو طالبانو تر مینځ مذاکراتو د برابرولو لپاره که وغواړي دغه ( پلان شوی جګړه) مدیریت کولای شي.

په همدغه حال کې ،مونږ یو ځل بیا د امریکا شاهد یاستو چې په یو شمېر هېوادونو کې د جګړې او ګډوډۍ په رامنځته کولو سره د نړۍ د ټولو سیمو لپاره کار اخلې تر څو په هېوادونو کې ددوې د نظامي شتون لپاره دلایل له ځانه سره ولري.

مګر څه چې د افغانستان د سوله غوښتونکو خلک په نصیب کې رسیدلې هغه همدا د ۱۷ کلنې جګړې ستړیا،وژنې او پرله پسې چاودنې دي افغانستان ته د امریکا د راتګ له له وخته زیاتې شوي دي.

شاید دا یوازنی شی دی چې اوس مهال په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو او ایتلاف له شتون څخه د هېواد د خلکو نصیب شوی دی.

تمیم روشنګر،له هېواد څخه بهر افغان زده کړیال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *