په جوزجان ولایت کې د سولې څخه د ملاتړ تر سرلیک لاندې د کاغذ پران پورته کولو سیالۍ ترسره شوي
د جوزجان ولایت یو شمېر ځوانانو په ټول هېواد کې د سولې د راوستلو او جګړې د پای ته رسیدو په موخه د جوزجان د لنکن ښوونیز مرکز او تخنیکي انستیوت په همکارۍ د کاغذ پران د پورته کولو سیالۍ په لاره اچولي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جوزجان ولایت په لسګونو ځوانانو په هېواد کې د جګړې ښکیلو لوریو ته د سولې د پیغام د رسولو او جګړې د شومې پدیدې د ختمولو لپاره تیره ورځ ( تلې ۸) د شبرغان په ښار کې د کاغذ پران د پورته کولو سیالۍ په لاره اچولي دي.
د لنکن ښوونیز مرکز مسوولې ملالۍ احمدي مبارز ددې سیالیو د ترسره کولو موخه په هېواد کې د جګړې ختمول او د سولې رامنځته کول یاد کړل او ویي ویل چې مونږ د سولې د راوستلو او جګړې ته د پاې ټکې د ایښودلو لپاره دغه سیالۍ په لاره اچولي دي.
نوموړې همدغه راز زیاته کړه چې جګړه باید پای ومومې او دواړه ښکیل لورې باید ددې خاورې ماشومانو ته د سولې په فضا کې د زده کړو زمینه برابره کړې.
له بله پلوه ددغه سیالۍ ګډونوالو هم په کاغدپرانونو خپل پیغامونه او غوښتنې لیکلي وي او د په جګړه کې د ښکیلو لوریو څخه یې غوښتي وو چې خپلې وسلې په ځمکه کیږدې او د سولې او ارامۍ په فضا کې خپلې اسوده زنده ګۍ ته دوام ورکړئ.