د طالبانو ترهګرې ډلې په پروان کې د بهرنیو ځواکونو یو هلیکوپټر ته اور ورته کړ

د پروان امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې ،د قاطع ملاتړ ځواکونو یو هلیکوپټر چې په دغه ولایت کې یې د تخنیکي ستونزو له وجې بیړنۍ ناسته ترسره کړې وه د طالبانو له لورې سوځول شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د پروان د پولیسو ویاند سلیم نوري ددې خبر په تاییدولو سره وویل : چې تیره ورځ ( تلې ۷) د قاطع ملاتړ ځواکونو یو هلیکوپټر ددې ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د مندیقول په کلې کې د تخنیکې ستونزو له وجې د بیړنۍ ناستې وروسته د طالبانو د ترهګرې ډلې له لورې سوځول شوي ده.

د سلیم نورې په خبره دغه پیښه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې رامنځته شوي ده او پیلوټان یې د یوه بل هلیکوپټر په وسیله انتقال شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *