د اسراییل رژیم په نړۍ کې د بشر د حقوقو د ماتونکو په نوملړ کې ځای نیولی دی

د ملګرو ملتونو سازمان په خپل کلني راپور کې د اسراییل رژیم،عربستان او بحرین د نړۍ د بشري حقوقو د ناقضینو په لیست کې قرار لري.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي انتویو ګوترش تیره ورځ چهارشنبه( وږی ۲۱) په خپل کلني راپور کې اعلان وکړ چې د اسراییل د رژیم او عربستان په ګډون ۳۷ هېوادونه د بشري حقوقو د ماتوونکو او د شرمونکي چلند د پلویانو په نهایي لیست کې ځای موندلی دی.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ،ګوترش د اسراییل د رژیم او د ۳۷ نورو هېوادونو له خوا د شکنجه کولو،وژنو او د خودسرانه نیول کېدنې تګلاره روښانه کړیده.

ویل کیږي چې د بشري حقوقو د ماتونکو په نوملړ کې د اسراییل د غاصب رژیم د نوم د راتللو یو دلیل د فلسطین په خاوره کې د بشري حقوقو د څارونکي مدیر د پاتې کيدو نه منل دي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو په خپاره شوي نوملړ کې د بحرین،میانمار،مصر،سعودې عربستان،ترکیه،مراکش،تایلینډ،د اسراییل رژیم او یو شمېر نور هېوادونه هم ګډون لري.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *